IQNA

په مصر کې د قرآن د حفظ د مرکزونو  دعمومی سیالیو ترسره کیدا

15:39 - April 09, 2026
د خبر لمبر: 3492651
ایکنا- د مصر اوقافو وزارت  د جیزه والیت  د ؛اکتوبر۶ ؛ښار د اوقافو په نړیوالې اکاډمئ کې د قرآن د حفظ د زده کړې د مرکزونو  د قرآن د زده کونکو د ځانګړي قرآنی سیالیو  د څلورم پړاؤ دترسره کیدا خبر ورکړ.

ایکنانیوز  د صدای البلد له قوله راپور راکړ، دغه سیالۍ  به د وحي د کلام  د لوړو موخو  او معانی  د سم درک  د پیاوړتیا او دقرآن د حفظ او تلاؤت  ته د مصر  د اوقافو  وزارت د اهتمام په لړ کې ترسره کیږي.

 ګډون کونکي به د اکتوبر په شلمه نیټه  د جیزه ولایت  د اکتوبر ۶ ښار  د اوقافو په نړیوالې  اکاډمئ کې سره غونډ شي او په ورپسې ورځې به یعني د اکتوبر په یویشتمه نیټه سهار نهه بجې په دغه ځای کې د مکتوب سیالی پيل شي.

 دغه سیالۍ د قرآنی وړتیاؤ د پيژندګلوۍ او  له هغوي څخه د ملاتړ لپاره د مصر  د اوقافو   د وزارت دهڅو په لړ کې  د خدای د کتاب د حافظانو د ځانګړی نسل روزنه  چې  د قرآن د سم درک او تلاؤت باندې مسلط وي، د اسلام  د تعلیماتو خپریدا  او د دینی او اخلاقي  ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره  ترسره شي.

دغه پيښه د قرآن د حفظ دمرکزونو د رول د پیاوړتیا ، د قرآني زده کونکو د مهارتونو اوعلمي سوئې د لوړتیا  او د  د ټولنې د خدمت لپاره د غوره قرآني شخصیّتونو  له روزنې څځه د  ملاتړ لپاره  د مصر د اوقافو د وزارت پروګرامونه شمیرل کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4345128

captcha